7 خو خُدائ پاک وفرمائيل چې، ”زۀ به هغه قوم له سزا ورکړم چې دوئ يې د غلامانو په طور خِدمت کړے دے او د دې نه پس به هغوئ د هغه مُلک نه راوځى، او په دې ځائ کښې به زما عبادت وکړى.“
خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ به ستا مل يم او چې تۀ کله دا خلق د مِصر نه بهر بوځې، نو تۀ به په دې غر دپاسه زما عبادت وکړې. هغه به د دې ثبوت وى چې تۀ ما لېږلے يې.“