59 کله چې هغوئ ستِفانوس سنګسارولو نو ستِفانوس دُعا وکړه چې، ”اے مالِکه عيسىٰ، زما روح قبول کړه.“
هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.
زۀ ستا لاسونو ته خپل روح سپارم، مالِکه خُدايه تۀ وفادار خُدائ يې تا زۀ بچ کړم.
بيا به خاوره واپس خاورې شى او روح به خُدائ پاک له واپس لاړ شى، چا چې هغه ورکړے وو.
خو هر څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى. او څۀ به په يروشلم کښې د صيون د غرۀ نه وتښتى، لکه څنګه چې مالِک خُدائ فرمائيلى دى، او هغوئ به په بچ شوو کسانو کښې وى څوک چې مالِک خُدائ راغوښتى وى.
نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه.
خو څوک چې د مالِک خُدائ په نوم مدد وغواړى هغه به بچ شى.
نو اوس تۀ ولې سستى کوې؟ پاڅه بپتسمه واخله او د هغۀ د نوم په يادولو خپل ګناهونه پاک کړه.
او هغه د مشرانو اِمامانو نه دې اختيار سره دلته راغلے دے چې هغه ټول خلق ګرفتار کړى څوک چې ستا نوم يادوى.“
هغوئ ټولو چې د هغۀ واورېدل نو حق حېران شول او وې وئيل چې، ”دا هغه سړے نۀ دے چا چې په يروشلم کښې هغه خلق وژل چې د عيسىٰ نوم به يې اخستلو؟ او ولې دے دلته د دې دپاره نۀ دے راغلے چې دغه خلق ګرفتار کړى او مشر اِمام ته يې لاس تړلى بوځى؟“
د خُدائ پاک د هغه جماعت په نوم چې په کورنتوس کښې دے، يعنې د هغوئ په نوم چې په عيسىٰ مسيح کښې پاک کړے شوى او بللے شوى مقدسين دى، او د هغوئ ټولو په نوم هم چې په هر ځائ کښې زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح او د خپل مالِک دواړو په نوم عبادت کوى،
نو د ځوانۍ د خواهشاتو نه تېښته کوه، او د هغې په ځائ د صداقت، ايمان او مينې او د صُلحې طلبګار اوسه، او بيا د هغه کسانو سره شامل شه څوک چې د مالِک نه په پاک زړۀ سره دُعا غواړى.