58 بيا يې هغه د ښار نه بهر وويستو او سنګسار يې کړو. او ګواهانو خپلې جامې د ساؤل نومې يو ځوان سړى په پښو کښې کېښودلې.
هغه دوو بدمعاشانو د خلقو په مينځ کښې په هغۀ اِلزام ولګولو چې هغۀ د خُدائ پاک او د بادشاه ګستاخى کړې ده، نو هغه د ښار نه بهر بوتلے شو او سنګسار يې کړو.
نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“
هغوئ پورته شول، هغه يې د ښاريې نه بهر وويستو او د هغه غرۀ سر ته يې بوتلو چې دغه ښاريه پرې آباده وه، مطلب يې دا وو چې د هلته نه يې ښکته وغورزوى.
او کله چې ستا د ګواه ستِفانوس وينه توئ شوله نو زۀ په خپله هلته موجود وم او پرې راضى وم او د هغوئ د جامو څوکۍ مې کوله چا چې هغه مړ کړو.
او هغوئ لا نورې چغې کړې، خپلې جامې يې وشلولې او خاورې يې بره نوستلې.
او د دې لارې منونکى به ما تر مرګ پورې زورول، ښځې او سړى به مې دواړه ګرفتارول او په قېدخانه کښې به مې بندول.
او په يروشلم کښې ما هم دغه شان وکړل، د مشرانو اِمامانو په واک او اختيار مې ډېر مقدسين قېدخانو ته واچول او کله چې به په هغوئ د مرګ فتوىٰ لګېدله نو زما رائ به هم ورسره وه.
بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“
هغوئ د دروغو ګواهان تيار کړل چې چا داسې ووئيل چې، ”دا سړے همېشه د خُدائ د دې مقدس کور او د موسىٰ د شريعت ګستاخى کوى.
په دې خبره هغوئ په زوره چغې کړې او خپل غوږونه يې بند کړل. او هغوئ ټولو په هغۀ ورمنډه کړه،
او ساؤل هم په هغه کسانو کښې وو چې د ستِفانوس په مرګ راضى وُو. هم په هغه ورځ په يروشلم کښې د جماعت سره سخت ظلم شروع شو او د رسولانو نه بغېر ټول ايمانداران د يهوديه او سامريه په علاقو کښې خوارۀ وارۀ شول.
وړومبى کاڼى به ګواهان ورولى او بيا به يې باقى نور خلق سنګسار کړى، چې ستاسو نه دا بدى لرې شى.