54 کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او ستِفانوس ته يې غاښونه چيچل.
هغۀ د خپلې غصې په وجه زۀ خراب کړے يم او زما نه نفرت کوى، هغۀ ما ته خپل غاښونه چيچلى دى، زما دشمن د هغۀ سترګې زما خِلاف برندوى.
بدکاران چې دا ګورى نو غصه کيږى، او هغوئ به خپل غاښونه چيچى او ورک به شى، د بدکارانو ارمانونه به پوره نۀ شى.
لکه د بدکارانو غوندې په بېرحمۍ سره يې وکړله ما پورې خندا، دوئ د نفرت نه خپل غاښونه وچيچل په ما.
ستا ټول دشمنان تا پورې خندا کوى، او ستا خلاف يې خپلې خولې کولاو کړې دى، هغوئ نېغ نېغ ګورى او خپل غاښونه چيچى، او هغوئ چغې وهى چې، ”مونږ هغه لواړه تېره کړه. مونږ د دې ورځ انتظار کولو او آخر مو وليدله.“
دوئ به د اور بټۍ ته وغورزوى يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.
او بدکاران به د اور بټۍ ته وغورزوى، يعنې هغه ځائ ته چرته به چې ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
نو بادشاه خپلو خادِمانو ته ووئيل چې د دۀ لاس او پښې وتړئ او بهر په تيارۀ کښې يې وغورزوئ، هغه ځائ چې ژړا او د غاښونو چيچل به په کښې وى.
نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او دغه شان به يې په مُنافقانو کښې شامل کړى. چرته چې به ژړا او د غاښونو چيچل وى.“
نو دا بېکاره نوکر تيارې ته وغورزوئ، چرته به چې د ژړا او د غاښونو چيچل وى.
خو د بادشاهت وارثان به بهر تيارې ته وغورزولے شى کوم ځائ چې به ژړا وير او د غاښونو چيچل وى.“
بيا به هلته تاسو ووينئ چې اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب او نور ټول پېغمبران د خُدائ پاک په بادشاهۍ کښې دى خو تاسو به هغه ځائ ته غورزولے شئ چرته چې ژړا وير او د غاښونو چيچل وى،
کله چې مشرانو دا واورېدل نو هغوئ ډېر غصه شول او غوښتل يې چې هغوئ مړۀ کړى.