Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 7:49 - Pakistani Yousafzai Pashto

49 مالِک خُدائ فرمائى چې ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 7:49
13 Iomraidhean Croise  

ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ته غوږ ونيسه چې هغه څۀ فرمائى. ما په آسمان کښې مالِک خُدائ وليدو چې په خپل تخت باندې ناست وو او خپلې ټولې فرښتې يې ښى او ګس طرف ته ولاړې وې.


خو اے خُدايه پاکه، تۀ په زمکه باندې نۀ شې اوسېدې، ځکه چې ټول آسمان ستا د ځائېدو دپاره کافى نۀ دے، نو دا کور به څنګه کافى وى چې کوم ما جوړ کړے دے؟


خو اے خُدايه پاکه، ولې تۀ به په رښتيا د بنيادمو سره اوسېږې؟ ستا هستى خو دومره لويه ده چې آسمانونه، لوئ آسمانونه هم ستا دپاره واړۀ دى نو بيا دا کور خو ډېر زيات وړوکے دے چې ما جوړ کړے دے.


مالِک خُدائ په خپل مقدس کور کښې دے، هم اوس مالِک خُدائ د خپل آسمانى تخت نه بادشاهى کوى. هر يو انسان هغه په خپله د نزدې نه ګورى، او په زمکه هر يو کس آزمائى.


مالِک خُدائ فرمائى، ”آسمان زما تخت دے او زمکه زما د پښو چوکۍ ده. نو بيا هغه کور چرته دے چې تاسو يې زما دپاره جوړَوئ؟ هغه ځائ کوم دے چرته به چې زۀ آرام کوم؟“


ولې داسې څوک شته چې زما نه خپل ځان چرته پټ کړى او زۀ هغه ونۀ وينم؟“ مالِک خُدائ فرمائى. ”ولې زۀ په هر ځائ زمکه او آسمان کښې نۀ يم څۀ؟“ مالِک خُدائ فرمائى.


زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى، د نمر راختو نه تر نمر پرېوتو پورې. په هر ځائ کښې به خوشبودارې او پاکې نذرانې ما ته راوړے شى، ځکه چې زما نوم به د قومونو په مينځ کښې عظيم وى،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


او څوک چې په آسمان قسم خورى نو دا داسې دى لکه چې هغه د خُدائ پاک په تخت او د خُدائ په ذات باندې قسم خورى.


هغۀ ورته وفرمائيل چې، ”دې ټولو آبادو ته وګورئ، زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې دلته به يو کاڼے هم د بل دپاسه پاتې نۀ شى او ټول به ونړولے شى.“


عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”خورې، باور وکړه چې يو وخت داسې راروان دے چې نۀ خو به تاسو د پلار عبادت په دې غر او نۀ په يروشلم کښې وکړئ.


هر څوک چې کامياب شى هغه به ما سره په تخت کښېنى، لکه څنګه چې زۀ په خپله کامياب شوم او د خپل پلار سره د هغۀ په تخت کښېناستم.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan