Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 7:41 - Pakistani Yousafzai Pashto

41 نو هغه وخت هغوئ د سخى په شکل يو بُت جوړ کړو او هغه بُت ته يې قربانى وکړه او په خپلو لاسونو جوړ شوى څيز ته يې خوشحالى کوله.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 7:41
11 Iomraidhean Croise  

هغوئ د سخى په شکل کښې يو بُت جوړ کړو او وې وئيل چې دا هغه خُدائ دے چې تاسو يې د مِصر نه راوويستلئ. مالِکه خُدايه، هغوئ ستا څومره بې‌عزتى وکړه.


اے بنى اِسرائيلو، د نورو قومونو په شان خوشحالى مۀ کوئ. تاسو د خپل خُدائ پاک نه اوړېدلى يئ او د هغۀ سره مو بې‌وفائى کړې ده. تاسو خپل ځانونه لکه د کنجرو په شان خرڅوئ او په هر درمند کښې د نورو معبودانو عبادت کوئ.


مالِک خُدائ فرمائى، ”کله چې ما اول ځل بنى اِسرائيل وليدل، نو دا داسې وُو لکه چې په صحرا کښې انګور ومومى. ما ستاسو پلار نيکۀ داسې وليدل لکه چې د موسم وړومبى پاخۀ شوى اينځر مې ليدلى وى. خو کله چې هغوئ د فعور غرۀ ته راغلل، نو هلته هغوئ خپل ځانونه شرمناک بعل بُت ته وقف کړل. نو داسې چې هغوئ څۀ سره مينه وکړه نو د هغې په شان پليت شول.


خو دې افتونو کښې چې کوم انسانان ژوندى پاتې شول هغوئ د خپلو بدو عملونو نه توبه ونۀ ويستله. او هغوئ د پيريانو او د سرو زرو، سپينو زرو، زېړو، کاڼو او د لرګو نه د جوړو شوو بُتانو عبادت کول پرې نۀ ښودل، کوم بُتان چې نۀ ليدلے او نۀ اورېدلے او نۀ ګرځېدلے شى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan