40 هغوئ هارون ته ووئيل چې، ”مونږ له داسې معبودان جوړ کړه چې زمونږ لارښودنه کوى. ځکه کوم موسىٰ چې مونږ د مِصر نه راوويستلو، مونږ ته دا پته نشته چې په هغۀ څۀ چل وشو.“
چې کله خلقو وليدل چې موسىٰ د غرۀ نه راکوز نۀ شو او ډېر وخت يې هلته تېر کړو، نو هغوئ په هارون راغونډ شول او هغۀ ته يې ووئيل، ”مونږ نۀ پوهيږو چې په دې سړى، موسىٰ څۀ وشول، چې مونږ يې د مِصر نه راوويستلو، مونږ له معبودان جوړ کړه چې مونږ ته لارښودنه کوى.“
هغوئ ما ته ووئيل چې مونږ ته پته نشته چې په دې سړى، موسىٰ باندې څۀ شوى دى، چې مونږ يې د مِصر مُلک نه راوويستلو، راځئ، چې معبودان جوړ کړُو چې مونږ ته لارښودنه کوى.