Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 7:39 - Pakistani Yousafzai Pashto

39 خو زمونږ پلار نيکونو د هغۀ مشرى ونۀ منله. هغوئ هغه رد کړو او د هغوئ زړۀ وو چې مِصر ته واپس لاړ شى.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 7:39
15 Iomraidhean Croise  

بيا سليمان ابياتار د مالِک خُدائ د اِمامت د خِدمت نه لرې کړو، نو داسې چې مالِک خُدائ په سيلا کښې د عيلى اِمام او د هغۀ د اولاد په حقله څۀ فرمائيلى وُو هغه يې رښتيا کړل.


بيا هغوئ په کېمپ کښې د موسىٰ سره کينه وساتله او د هارون خلاف چې د مالِک خُدائ دپاره مقدس شوے وو کينه وکړله.


او بنى اِسرائيلو هغوئ ته ووئيل، ”کاش چې مونږ مالِک خُدائ د مِصر په مُلک کښې وژلى وے. هلته د غوښې لوښو ته کښېناستے خو شُو کنه چې مونږ په مړه خېټه روټۍ خوړلے. تاسو مونږ دلته دې بيابان ته د دې دپاره راوستلى يُو چې دا ټول خلق د لوږې نه ووژنئ.“


خو خلق ډېر تږى وُو او موسىٰ ته وغورېدل. دوئ ووئيل، ”تا مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو؟ د دې دپاره چې مونږ، زمونږ بچى او زمونږ څاروى د تندې نه ووژنې؟“


په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟


او د خُدائ پاک او موسىٰ خِلاف يې خبرې شروع کړې. هغوئ ووئيل، ”تاسو مونږ ولې د مِصر نه راوويستلو د دې دپاره څۀ چې په دې صحرا کښې مړۀ شُو، چرته چې نۀ روټۍ شته او نۀ اوبۀ شته؟ نور مونږ دا بې‌کاره خوراک نۀ شُو برداشت کولے.“


خو کوم سړى چې د هغه بل سره ظلم کولو موسىٰ له يې ديکه ورکړه او وې وئيل چې، ”تۀ چا په مونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟


او نبيان د نبيانو د روحونو تابع وى.


د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan