Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 7:30 - Pakistani Yousafzai Pashto

30 د څلوېښت کاله تېرېدو نه وروستو يوه فرښته د سينا غرۀ سره نزدې په صحرا کښې د سوزېدونکى بوټى په لمبو کښې موسىٰ ته راښکاره شوه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 7:30
24 Iomraidhean Croise  

الياس پاڅېدو، خوراک څښاک يې وکړو او دې خوراک هغۀ له دومره طاقت ورکړو چې سينا ته څلوېښت ورځې مزل وکړى، کوم چې د خُدائ پاک غر دے.


تا زمونږ دشمنان زمونږ په سر باندې تېرېدو ته پرېښودل، او مونږ دې اور او سېلاب نه تير کړُو، خو آخر دې هم مونږ د آرام او برکتونو ځائ ته راوستُو.


زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم، د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ نو موسىٰ خپل مخ پټ کړو، ځکه چې هغه خُدائ پاک ته کتلو نه يرېدو.


په هغه وخت چې کله دوئ فِرعون سره خبرې وکړې، موسىٰ د اتياو کالو وو او هارون د درې اتياو کالو وو.


کله چې تاسو د سمندر په ژورو اوبو کښې روان يئ، نو زۀ به ستاسو مل يم، کله چې تاسو د سمندرونو نه تېرېږئ نو ډوبېږئ به نه. کله چې تاسو په اور کښې تېرېږئ، نو تاسو به نۀ سوزئ، او د اور شُغلې به تاسو ته نقصان نۀ درکوى.


هغه د هغوئ په ټولو تکليفونو کښې شريک شو. او هغوئ هغه فرښتې بچ کړل کومه چې د خُدائ پاک د حضور نه ورغلې وه. د خپلې مينې او زړۀ سواندى له وجې يې هغوئ په بيعه واخستل، او ټوله پخوانۍ زمانه کښې يې هغوئ اوچت کړى وُو او ګرځول يې.


نو بيا لوئ آفسران، سرکارى کسان، حکمرانان، او مشيران د هغوئ نه ګېرچاپېره راټول شول او وې ليدل چې اور بلکل د هغوئ بدن ته څۀ نقصان نۀ دے ورکړے، او نۀ د هغوئ د سر وېښتۀ راګونجى شوى دى، او د هغوئ چُوغې هم نۀ دى سوزېدلې، او د هغوئ د بدن نه د اور بوئ هم نۀ تلو.


”ګوره، زۀ خپل پېغمبر ستا نه وړاندې لېږم چې ستا مخې ته لاره تياره کړى. بيا به ناڅاپه هغه مالِک چې تاسو يې لټون کوئ خپل کور ته راشى، هغه د لوظ پېغام راوړونکے به راشى د چا چې تاسو ليواله يئ،“ مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى.


خو قيامت په ورځې د مړو د بيا راژوندى کېدو په حقله، ولې تاسو د موسىٰ په کِتاب کښې هيڅ نۀ دى لوستى، د سوزېدونکى بوټى په قيصه کښې، چې خُدائ پاک ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک، او د يعقوب خُدائ پاک يم“؟


او دا چې مړى به راژوندى کولے شى، دا خو موسىٰ په خپله هم د جاړو د سوزولو په واقعه کښې بيان کړے دے چرته چې د مالِک خُدائ په حقله فرمائى، ”د اِبراهيم خُدائ پاک، د اِسحاق خُدائ پاک او د يعقوب خُدائ پاک.“


خو چې د اِبراهيم سره د خُدائ پاک د خپلې وعدې د پوره کېدو وخت رانزدې شو نو په مِصر کښې زمونږ د قوم شمېر ډېر زيات شوے وو.


کله چې هغۀ دا وليدل نو هغه په دې ليدو حېران شو. او څنګه چې هغه د نزدې ليدلو دپاره ورغلو نو هغۀ د مالِک آواز واورېدو چې،


”زۀ ستا د پلار نيکونو خُدائ پاک يم، د اِبراهيم او د اِسحاق او د يعقوب خُدائ پاک يم.“ او موسىٰ د يرې نه په رپېدو شو او ورته يې د کتلو جرأت نۀ شو کولے.


دا هغه موسىٰ دے چې هغوئ په دې ټکو رد کړے وو چې تۀ چا زمونږ حاکِم او منصف جوړ کړے يې؟ د هغه فرښتې په وسيله چې هغۀ ته په بوټى کښې ښکاره شوې وه هم هغه خُدائ پاک په خپله موسىٰ د هغوئ د حاکِم او خلاصوونکى په توګه راولېږلو.


هاجِره په عربو کښې د سينا د غرۀ په مثال ده او څوک چې د موجوده يروشلم ښار په شان ده، ځکه چې د خپلو اولادونو سره په غلامۍ کښې ژوند کوى.


د هغوئ مُلک دې د ټولو نعمتونو نه ډک شى، مالِک خُدائ دې د خپل خېر سره هغوئ له برکت ورکړى، چا چې د سوزېدونکې بوټى نه خبرې وکړې. دا برکتونه دې د يوسف په قبيله نازل شى، ځکه چې هغه د خپلو وروڼو نه اوچت وو.


خو تاسو هغه خلق يئ چې مالِک خُدائ د مِصر نه راوويستلئ چرته چې تاسو د اور په تنور کښې وئ. هغۀ تاسو ځکه راوويستلئ چې هغه تاسو خپل خلق جوړ کړى لکه چې نن تاسو يئ.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan