26 بله ورځ موسىٰ دوه کسان وليدل چې په جنګ وو، هغۀ د هغوئ د جګړې د ختمولو کوشش وکړو. موسىٰ ورته ووئيل چې، ”دا ولې؟ تاسو خو وروڼه يئ، نو تاسو ولې يو بل وهئ؟“
نو ابرام لوط ته وفرمائيل، ”خُدائ پاک دې زما او ستا او زمونږ د شپونکو په مينځ کښې لانجه نۀ راولى، ځکه چې مونږ خپلوان يُو.
هغۀ خپل وروڼه رُخصت کړل او چې هغوئ څنګه روان شول هغۀ هغوئ ته وفرمائيل، ”په لاره کښې بحث مۀ کوئ.“
څومره ښۀ او د مزې خبره ده کله چې وروڼه په يو اتفاق سره اوسيږى.
د يو خفه شوى ورور رضا کول د يو مضبوط ښار د فتح کولو نه سخت وى، او لانجې د قلعې دروازو ته اړمونه اچوى.
بيا سمدستى عيسىٰ خپل مريدان کِشتۍ ته وخېژول چې د هغوئ نه وړاندې د درياب پورې غاړې ته لاړ شى او د خلقو ګڼه يې خوره کړه.
د موسىٰ خيال وو چې د دۀ خپل خلق به پوهه شى چې خُدائ پاک هغه د دوئ د خلاصون دپاره استعمالوى، خو هغوئ پوهه نۀ شول.
نو کۀ په تاسو کښې د مسيح څۀ ډاډګيرنه وى، يا د هغۀ د مينې څۀ تسلى وى، يا په تاسو کښې د روحُ القُدس شراکت وى، او يا څۀ رحم او همدردى وى،
د خود غرضۍ او بېځايه فخر په وجه څۀ مۀ کوئ، بلکې په عاجزۍ سره يو بل د ځان نه غوره ګڼئ.