Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 7:16 - Pakistani Yousafzai Pashto

16 د هغوئ لاشونه واپس شِکم ته راوړلے شول او په هغه قبرستان کښې ښخ کړے شول، کوم چې اِبراهيم د بنى همور نه په شِکم کښې په بيعه اخستے وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 7:16
11 Iomraidhean Croise  

اِبراهيم د عِفرون دا خبره منظوره کړه او هغه سپين زر يې عِفرون ته وتلل چې د کومو په حقله يې چې د حِتيانو په مخکښې فرمائيلى وُو، د هغه وخت د سوداګرو د وزن مطابق، څلور سوه د سپينو زرو سيکې.


”زۀ د پردى مُلک يم او تاسو سره اوسېږم، زما خپله زمکه نشته چې چرته زۀ خپله ښځه په يو مناسب ځائ کښې ښخه کړم. لږه زمکه په ما خرڅه کړئ.“


چې راحيل په حق ورسېده، نو هغه د اِفرات د لار په غاړه ښخه کړے شوه، چې هغه ځائ اوس د بيت‌لحم په نوم ياديږى.


زۀ هلته ښخېدل غواړم چرته چې زما پلار نيکۀ ښخ دى. ما د مِصر نه يوسه او هلته مې ښخ کړه چرته چې هغوئ ښخ دى.“ يوسف ورته وفرمائيل، ”زۀ به هم دغه شان وکړم چې څنګه تا وفرمائيل.“


نو د يعقوب زامنو هم هغه شان وکړل چې څنګه هغۀ ورته وصيت کړے وو،


هغوئ د هغۀ لاش د کنعان مُلک ته يوړو او هغه يې د مکفيله په غار کښې ښخ کړو، چې د ممرۍ سره نزدې وو، په هغه پټى کښې کوم چې اِبراهيم د حِتى عِفرون نه د قبرستان دپاره اخستے وو.


موسىٰ د يوسف هډُوکى د خپل ځان سره يوړل، لکه څنګه چې يوسف د بنى اِسرائيلو نه د دې د وړلو پوخ لوظ اخستے وو. يوسف فرمائيلى وُو، ”خُدائ پاک به په رښتيا سره ستاسو مدد له راشى، نو بيا تاسو خامخا زما هډُوکى د دې ځائ نه د خپل ځان سره يوسئ.“


بنى اِسرائيلو چې د مِصر نه د يوسف کوم هډُوکى راوړى وُو نو هغوئ هغه د شِکم په هغه زمکه کښې ښخ کړل کومه چې يعقوب د شِکم د پلار د همور د زامنو نه د سپينو زرو په سلو سيکو باندې اخستې وه. دا هغه زمکه وه چې د يوسف د اولاد په ذريعه ميراث شوې وه.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan