6 هغوئ دا کسان د رسولانو وړاندې پېش کړل او هغوئ ورته دُعا وکړه او د هغوئ په سر يې خپل لاسونه کېښودل.
مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د نون زوئ يشوَع بوځه ځکه چې هغه قابل سړے دے او خپل لاسونه د هغۀ په سر کېږده چې ستا ذمه وارۍ ورته حواله شى.
اِسرائيليان دې خپل لاسونه د ليويانو په سرونو کېږدى،
او مِنت زارى يې ورته وکړه چې، ”زما وړه لور مرګى حال ده. ما سره لاړ شه او خپل لاس پرې کېږده، نو هغه به روغه او ژوندۍ شى.“
بيا هغوئ دُعا وکړه او وې وئيل چې، ”اے مالِکه، تۀ د ټولو د زړونو نه خبر يې، مونږ ته دا وښايه چې په دوئ کښې تا کوم يو غوره کړے دے
نو د روژې نيولو او دُعا کولو نه پس هغوئ د برنباس او ساؤل په سر خپل لاسونه کېښودل او رُخصت يې کړل.
کله چې پولوس خپل لاسونه د هغوئ په سر کېښودل نو په هغوئ روحُ القُدس نازل شو او هغوئ په غېر ژبو خبرې شروع کړې او پېشګويانې يې کولې.
بيا پطروس او يوحنا د هغوئ په سر خپل لاسونه کېښودل او هغوئ روحُ القُدس حاصل کړو.
ساؤل رويا وليدله چې حنانياس نومې سړے دننه راځى او د هغۀ په سر به خپل لاس کېږدى او نظر به يې راشى.“
نو بيا حنانياس روان شو او هغه کور ته ورننوتو او د ساؤل په سر يې خپل لاس کېښودو او وې وئيل چې، ”زما وروره ساؤله، کله چې تۀ دلته راروان وې کوم مالِک عيسىٰ چې تا ته په لارې خپل ځان څرګند کړو، هغۀ زۀ تا له رالېږلے يم چې ستا نظر دوباره راشى او تۀ د روحُ القُدس نه معمور شې.“
د نون زوئ يشوَع د اِلهامى حِکمت نه ډک شو، ځکه چې موسىٰ هغه مقرر کړے وو چې د هغۀ په ځائ کار کوى. بنى اِسرائيلو د يشوَع تابعدارى وکړه او هغه حُکمونه يې پوره کړل چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه هغوئ له ورکړى وُو.
د هغه روحانى نعمت نه مۀ بېغوره کېږه چې تا ته د پېشګويۍ په وسيله د جماعت د مشرانو د لاس اېښودلو په وخت درکړے شو.
په چا زر لاس مۀ کېږده چې د خُدائ پاک د خِدمت دپاره مخصوص شى، او د نورو په ګناهونو کښې مۀ شريک کېږه. خپل ځان پاک وساته.
په دې وجه زۀ تا ته دا خبره دريادوم چې تۀ د خُدائ پاک د هغه نعمت اور ته پوکے ورکړه کوم چې زما د لاس د کېښودلو په وسيله تا ته حاصل دے.
او تاسو ته نور د بپتسمو او لاس کېښودلو او د مړو نه د بيا ژوندى کېدلو او د تل عدالت په حقله د تعليم ورکولو ضرورت نشته.