2 نو هغه دولسو رسولانو ټول مريدان رايوځائ کړل او وې وئيل چې، ”دا زمونږ دپاره مناسب نۀ دى چې مونږ د خُدائ پاک د کلام خِدمت د خوراک څښاک په بندوبست کولو کښې تير کړُو.
ما هغوئ له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”زۀ يو اهم کار کوم او لاندې نۀ شم درتلے. صِرف تاسو سره مِلاوېدو دپاره خپل کار نۀ شم بندولے.“
نو مونږ څۀ وکړو؟ هغوئ به يقيناً خبر شوى وى چې تۀ راغلے يې.
ځکه چې ما ته دا نامناسب ښکارى چې د يو قېدى خلاف څۀ ښکاره جرم نۀ وى او هغه بادشاه ته ولېږلے شى.“
خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.
په هغه ورځو کښې چې د مريدانو شمار زياتېدو يونانى يهوديانو د عبرانى يهوديانو خلاف دا شکايت وکړو چې د هغوئ د کونډو ښځو د روزمره خوراک په تقسيمولو کښې لا پرواهى کيږى.
نو اے ملګرو، اووۀ نېک کسان غوره کړئ چې هغه د روحُ القُدس نه او د عقل نه معمور وى نو مونږ به د دې کارونو ذمه وارى هغوئ ته په حواله کړُو.
يو فوجى خپل ځان په روزمره معاملو کښې نۀ راګېروى ځکه چې د هغۀ مقصد د خپل آفسر زړۀ ساتل وى.