15 او په جرګه کښې ناستو ټولو خلقو ستِفانوس ته نېغ کتل او هغوئ وليدل چې د هغۀ مخ لکه د فرښتې د مخ په شان ځلېدو.
څوک د هوښيار په شان دے؟ څوک د خبرو د صحيح تشريح عِلم لرى؟ حِکمت د هغوئ مخونه روښانه کوى او د هغوئ سخت مزاج نرموى.
او بيا به صادقان د خپل پلار په بادشاهۍ کښې لکه د نمر ځليږى. څوک چې غوږونه لرى نو هغه دې واورى.
او د هغوئ په وړاندې د هغۀ شکل بدل کړے شو او د هغۀ مخ لکه د نمر وځلېدو او د هغۀ جامې لکه د رڼا سپينې شوې.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
عيسىٰ بيا د هغۀ په سترګو لاسونه کېښودل او د هغۀ سترګې يې کولاو کړې، نو د هغۀ نظر ټيک شو او هر څۀ يې صفا وليدل.
نو بيا مشر اِمام د ستِفانوس نه تپوس وکړو چې، ”دا اِلزامونه رښتيا دى څۀ؟“
خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.