Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 6:12 - Pakistani Yousafzai Pashto

12 هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 6:12
15 Iomraidhean Croise  

غصه ناک سړے صرف لانجه جوړوى، خو صبرناک سړے جنګونه سړوى.


عيسىٰ نيولے تړلے د مشر اِمام کائفس کور ته بوتلے شو چرته چې د شرعې عالمان او مشران راټول وُو.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل.


خو يهوديانو ديندارې او عزتمندې ښځې او د ښار مشران د پولوس او برنباس خلاف کړل، او د هغوئ په تکليف رسولو يې لاس پورې کړو او دغه شان يې هغوئ د ښار نه بهر کړل.


خو بې‌ايمانه يهوديانو د غېر‌يهوديانو په ذهنونو کښې د ايماندارانو خلاف نفرت پېدا کړو.


خو چې د تِسالونيکيه يهوديانو ته دا پته ولګېده چې پولوس په بيريه کښې هم د خُدائ پاک کلام بيانوى نو هغوئ هلته هم راغلل چې ګڼه د هغوئ خلاف ولمسوى او را وې پاروى.


خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو.


کله چې اووۀ ورځې پوره کېدې نو د آسيه صوبې يهوديانو پولوس د خُدائ په کور کښې وليدلو. هغوئ ټوله ګڼه ولمسوله او هغه يې ونيولو،


هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل.


کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل.


بيا هغوئ په پټه څۀ خلق ولمسول چې دا ووائى چې، ”مونږ د ستِفانوس نه د موسىٰ او د خُدائ پاک خلاف د کُفر خبرې اورېدلى دى.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan