8 پطروس هغې نه تپوس وکړو چې، ”ما ته ووايه، تا او حنانياس ته د زمکې هم دومره قيمت مِلاو شوے وو؟“ هغې ووئيل چې، ”آو، هم دغه قيمت ملا شوے وو.“
د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله.
بيا درې ګينټې پس د هغۀ ښځه راغله، هغې ته پته نۀ وه چې څۀ شوى وُو.