Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 5:36 - Pakistani Yousafzai Pashto

36 ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 5:36
14 Iomraidhean Croise  

دروغژن مسيحيان او دروغژن نبيان به راښکاره شى او لوئې معجزې او نښې به ښکاره کوى، او کۀ ممکن وى نو غوره شوى خلق به بې‌لارې کړى.


کۀ هغوئ تاسو ته ووائى چې هغه هلته په بيابان کښې دے نو هغۀ پسې بهر مۀ ځئ، او کۀ هغوئ ووائى چې هغه دننه په کوټه کښې دے نو باور پرې مۀ کوئ.


ځکه چې ډېر به زما په نوم راشى او دعوىٰ به کوى چې زۀ مسيح يم، او ډېر خلق به بې‌لارې کړى.


نو بيا تۀ هغه مِصرى نۀ يې چا چې څۀ موده مخکښې بغاوت جوړ کړے وو او څلور زره دهشتګرد يې د ځان سره بيابان ته بوتلى وُو؟“


بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ.


په هغه ښار کښې شمعون نومې يو سړے وو چې د څۀ مودې نه يې جادو کولو او د سامريې ټول خلق يې حق حېران کړى وُو او خپل ځان يې د لوئې مرتبې مالِک ګڼلو.


او کوم خلق چې مشران حسابېدل، هغه کۀ هر څنګه وُو، زما ورسره هيڅ کار نشته ځکه چې خُدائ پاک د هيچا طرفدارے نۀ کوى، د هغه مشرانو نه زما په زېرى کښې هيڅ زياتوالے رانۀ غلو.


کۀ څوک خپل ځان ډېر غټ ګڼى او په حقيقت کښې څۀ هم نۀ وى، نو هغوئ خپل ځان له دوکه ورکوى.


ځکه چې هغوئ د کبر او بېهوده خبرې کوى، او د شهوت پرستۍ په وسيله هغه خلق په جسمانى خواهشونو کښې راګېروى څوک چې لږ څۀ کښې د هغه چا نه راتښتېدلى دى چې په ګمراهۍ کښې ژوند تېروى.


نو بيا ډېر به د خپلې شهوت پرستۍ په لار روان شى او د دې اُستاذانو په وجه به د حق د لارې بدنامى کيږى.


دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.


روحُ القُدس په ما غلبه وکړه او بيا فرښتې زۀ بيابان ته بوتلم. هلته ما يوه ښځه وليده چې په يوې سرې بلا سوره وه. چې د هغې په ټول بدن کُفر ليکلے وو او اووۀ سرونه او لس ښکرونه يې وُو.


او د هغې په تندى يو نوم ليکلے وو چې يو پټ راز دے، ”لوئ بابل، د کنجرو او د دُنيا د هرې پليتۍ مور.“


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan