35 بيا هغۀ جرګې ته ووئيل چې، ”اے د بنى اِسرائيل خلقو. څۀ چې دې سړو سره ستاسو د کولو نيت دے په دې کار کښې د ډېر احتياط نه کار واخلئ.
ولې حزقياه چې د يهوداه بادشاه وو هغه په مرګ محکوم کړو څۀ؟ آيا حزقياه د مالِک خُدائ نه ونۀ يرېدو چې د هغۀ رحم ولټوى؟ آيا مالِک خُدائ خپله فېصله بدله نۀ کړه د کوم افت د رانازلېدو چې هغۀ د دوئ خلاف منصوبه جوړه کړې وه؟ مونږ په خپله په خپل ځان د سخت افت راوستو په حالت کښې يُو.“
پيلاطوس لا په تخت ناست وو چې د خپلې ښځې له طرفه ورته پېغام راغلو چې، ”دې بېګناه سړى ته ګورے هيڅ ونۀ وائې ځکه چې بيګاه په ما په دې وجه په خوب کښې ډېر مصيبت تير شو.“
نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ.
کله چې صوبه دار دا واورېدل نو هغه کمان آفسر ته ورغلو او هغۀ ته يې ووئيل چې، ”تۀ څۀ کول غواړې؟ دا سړے خو مقامى رومى دے.“
خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملىايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.
ځکه چې څۀ موده وړاندې تيوداس هم پاڅېدو، دا دعوىٰ يې کوله چې زۀ هم څۀ يم، او خوا او شا څلور سوه کسان ورسره ملګرى وُو، خو هغه قتل کړے شو او د هغۀ ټول ملګرى خوارۀ وارۀ شول او ترې هيڅ هم جوړ نۀ شو.