29 خو پطروس او نورو رسولانو جواب ورکړو چې، ”مونږ ته په کار دى چې د بنى آدمو نه، بلکې د خُدائ پاک حُکم ومنو.
او هغۀ آدم ته وفرمائيل، ”تا د ښځې خبره ومنله او هغه مېوه دې وخوړه چې د کومې نه ما منع کړے وې. ستا د عمل په وجه زمکه لعنتى شوه. د خپل خوراک دپاره به تۀ ټول عُمر په دې زمکه سخته خوارى کوې.
خو بادشاه په يوآب او د هغۀ په آفسرانو باندې د هغۀ حُکم ومنلو، هغوئ د هغۀ د حضور نه روان شول او د بنى اِسرائيلو خلقو شمېرلو له لاړل.
نو اورِياه هم هغه شان وکړل چې څنګه بادشاه حُکم کړے وو.
خو دايڼې د خُدائ پاک نه يرېدلې او د بادشاه حُکم يې ونۀ منلو او هغوئ نران ماشومان ژوندى پرېښودل.
نو بيا يرمياه ټولو آفسرانو او ټولو خلقو ته وفرمائيل، ”زۀ مالِک خُدائ رالېږلے يم چې د دې کور او د دې ښار خِلاف هغه ټولې پېشګويانې وکړم کومې چې تاسو واورېدلې.
بيا هغوئ بادشاه ته ووئيل چې، ”دانيال څوک چې يو د يهوداه د جلاوطنو کسانو نه دے، هغه نه ستا پرواه ساتى، اے بادشاه سلامت او نه ستا حکم ته څۀ توجو ورکوى. هغه اوس هم په ورځ کښې درې ځله د خپل خُدائ پاک نه دُعا غواړى.“
خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو.
ساؤل جواب ورکړو، ”آو، ما ګناه کړې ده. ما د مالِک خُدائ د حُکم او ستا د لارښودنو نافرمانى کړې ده. زۀ د خپلو سړو نه يرېدم او چې هغوئ څۀ غوښتل نو ما يې خبره منله.