27 کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل.
خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.
چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.
په بله ورځ کمان آفسر غوښتل چې صحيح معلومات تر لاسه کړى چې يهوديانو ولې په پولوس اِلزام ولګولو. هغۀ پولوس آزاد کړو او مشرانو اِمامانو او ټولې اولسى جرګې ته يې حُکم ورکړو چې، ”راټول شئ،“ بيا هغۀ پولوس ښکته راوستلو او د هغوئ په وړاندې يې ودرولو.
هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“
هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.
خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملىايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.
هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.