26 په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.
هيروديس به هغه مړ کړے وو خو د خلقو نه يرېدلو ځکه چې خلقو هغه نبى ګڼلو.
او کۀ دا ووايو چې د انسانانو د لورى وه، نو هسې نه چې خلق مو ونيسى ځکه چې هغوئ ټول دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“
پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو، نو کله چې د مشر اِمام د کور صحن ته ورسېدو، نو نېغ ورغلو او هلته هغه د سپاهيانو سره کښېناستو چې د دې هر څۀ اَنجام ووينى.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
او يهوداه د مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور د آفسرانو سره مشورې له لاړو چې داسې څۀ بهانه پېدا کړى چې عيسىٰ به څنګه هغوئ ته حواله کړى.
په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.
نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو.
خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.
بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“