25 بيا څوک راغلو او وئ وئيل چې، ”ګورئ، کوم سړى چې تاسو په جيل کښې بند کړى وُو هغوئ اوس لګيا دى د خُدائ په کور کښې خلقو ته تعليم ورکوى.“
او هغۀ هغوئ د تيارې نه بهر راوويستل او د هغوئ زنځيرونه يې مات کړل.
مالِک خُدائ هغۀ ته داسې وفرمائيل چې، ”لاړ شه او د مالِک خُدائ د کور په دربار کښې ودرېږه، او هغه خلقو ته اعلان وکړه څوک چې د يهوداه د خوا او شا ښارونو نه د عبادت دپاره راغلى دى. هغوئ ته زما کلام پوره پوره واوروه او يو لفظ هم ترې نه کم نۀ کړې.
نو بيا په دې باندې بادشاه ډېر غصه شو او حکم يې وکړو چې سمدستى شدرک، ميشک، او عبدنجو ما ته حاضر کړئ. نو دا کسان بادشاه له راوستلے شول.
او زما د خاطره به تاسو حاکمانو او بادشاهانو ته وړاندې کوى چې د هغوئ او غېريهوديانو دپاره ګواهان شئ.
خو په هغوئ کښې ځينې فريسيانو له ورغلل او هغه څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې عيسىٰ کړى وُو.
يوه ورځ ماسپښين درې بجې د عبادت په وخت پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته تلل.
چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.
په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.