Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 5:23 - Pakistani Yousafzai Pashto

23 چې، ”مونږ جيل مکمل بند او محافظان په دروازو کښې په خپلو ځايونو ولاړ وليدل خو کله چې مونږ دروازه کولاو کړه نو دننه په کښې څوک هم نۀ وُو.“

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 5:23
13 Iomraidhean Croise  

مالِک خُدائ په هغوئ پورې خاندى، کوم چې آسمان کښې ناست دے هغه ورپورې ټوقې کوى.


مالِک خُدائ د قومونو منصوبې بې‌نتيجې کوى، هغه د هغوئ ټولې منصوبې باطلوى.


هيڅ قسمه حِکمت، عقل او منصوبه نشته چې د مالِک خُدائ خلاف کاميابه شى.


څوک په خپل حکم څۀ کار کولے شى ترڅو چې مالِک په خپله د هغې حکم نۀ وى کړے؟


نو په دې هغوئ د عيسىٰ د ويشتو پسې کاڼى راواخستل خو عيسىٰ خپل ځان په ډډه کړو او د خُدائ د کور نه ووتو.


خو د شپې د مالِک يوې فرښتې د جيل دروازې کولاو کړې، هغوئ يې بهر راوستل او ورته يې وفرمائيل،


خو چې سپاهيان جيل ته لاړل نو هغوئ رسولان هلته ونۀ موندل، نو هغوئ واپس راغلل او مشرانو ته يې خبر ورکړو


چې کله د خُدائ د کور آفسر او مشرانو اِمامانو دا واورېدل نو هغوئ په دې حقله حېران شول او هغوئ په دې سوچ کولو چې د دې نه پس به څۀ کيږى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan