Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 5:21 - Pakistani Yousafzai Pashto

21 هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 5:21
16 Iomraidhean Croise  

يوسف د بادشاه په آفسرانو باندې اختيار لرلو او د هغۀ مشيرانو ته يې تعليم ورکولو.


خو زۀ تاسو ته دا وايم چې هر څوک چې يو ورور ته غصه هم وکړى، هغۀ ته به په عدالت کښې ضرور سزا ورکړے شى. او کۀ هغه ورته کم عقل ووائى نو هغه به ضرور عدالت ته جواب ورکوى، او کۀ چرې ورته ليونے ووائى نو هغۀ ته به د دوزخ د اور خطره وى.


چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.


پيلاطوس ووئيل، ”زۀ يهودى يم څۀ؟ ستا خپل قام او مشرانو اِمامانو تۀ ما ته په حواله کړے يې. تا څۀ کړى دى؟“


بله ورځ سحر وختى هغه بيا د خُدائ کور ته راغلو. ټول خلق ورته راغونډ شول، او هغه کښېناستو او هغوئ ته يې تعليم شروع کړو.


ځکه چې تۀ به ټولې دُنيا ته د هغۀ ګواهى کوې چې څۀ دې ليدلى او اورېدلى دى.


زما په باب کښې مشر اِمام او ټول اولسى مشران ګواهان دى. هغوئ ما ته په دمشق کښې خپلو يهودى وروڼو ته خطونه راکړى وُو او زۀ دمشق ته هم دې دپاره تلے وم چې د هغه ځائ خلق ګرفتار کړم او د سزا دپاره يې دلته يروشلم ته راولم.


بيا مشر اِمام او د هغۀ ټول ملګرى چې د صدوقيانو د قبيلې غړى وُو هغوئ د حسد نه ډک شول.


کله چې هغوئ رسولان راوستل نو د جرګې د وړاندې يې ودرول او مشر اِمام ترې سخت تپوسونه وکړل.


خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملى‌ايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.


نو رسولان د جرګې نه په دې خوشحالۍ راووتل چې هغوئ د دې جوګه وګڼلے شول چې د عيسىٰ د نوم دپاره بې‌عزته شول.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan