عيسىٰ د خُدائ کور ته ننوتو او کله چې يې تعليم ورکولو نو مشر اِمام او د قوم مشران ورله راغلل او دا سوال يې پرې وکړو چې، ”تۀ دا کارونه په کوم اختيار کوې او دا اختيار تا له چا درکړے دے؟“
ځکه چې ما هغوئ ته هغه کلام ورکړے دے کوم چې تا ما له راکړے دے، او دوئ هغه قبول کړے دے، او هغوئ په حقيقت پوهه شوى دى چې زۀ له تا نه راغلے يم، او د هغوئ په دې ايمان دے چې زۀ تا رالېږلے يم.