1 خو يو بل سړے وو چې نوم يې حنانياس وو، هغۀ د خپلې ښځې سفيره سره يو ځائ څۀ جائيداد خرڅ کړو.
”لعنت دې وى په هغه دوکه باز باندې چې په رمه کښې يې څُرب نر څاروے وى او نذرونه يې منلې وى، خو مالِک ته مات ګوډ څاروے قربانى کړى.“ نو مالِک خُدائ ربُ الافواج فرمائى چې، ”زۀ لوئ بادشاه يم، او په قومونو کښې خلق زما د نوم نه يريږى.“
هر څوک چې پلار ما ته حواله کړى هغه به ما له راشى او څوک چې ما له راشى هغه به زۀ هيڅکله ونۀ شړم.
او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.
د خپلې ښځې په صلاح يې د قيمت څۀ حِصه د ځان سره وساتله او څۀ يې راوړه او د رسولانو په حضور کښې يې پېش کړله.
په لوئ کور کښې نۀ يواځې د سرو زرو او سپينو زرو لوښى وى بلکې د لرګى او خاورين لوښى هم وى، دا څۀ د خاص او څۀ د عام استعمال دپاره وى.
نو د يريحو دروازې پخې بندې وساتلے شوې چې بنى اِسرائيليان ورننه نۀ وځى. نو د ښار نه نۀ څوک وتے شول او نۀ څوک ورننوتے شول.
بيا هغۀ د زبدى د خاندان نه يو په يو مخکښې راوستو او عکن د کرمى زوئ او د زبدى نمسے په نښه کړے شو.