Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 4:6 - Pakistani Yousafzai Pashto

6 مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 4:6
7 Iomraidhean Croise  

بيا مشران اِمامان او د قوم مشران د مشر اِمام کائفس په محل کښې جرګه شول.


د مشرانو اِمامانو اناس او کائفس په وخت کښې د زکرياه په زوئ يحيىٰ باندې په بيابان کښې د خُدائ پاک کلام نازل شو.


خو په دوئ کښې يو تن چې نوم يې کائفس وو څوک چې په دغه کال د ټولو نه مشر اِمام وو، هغوئ ته ووئيل، ”تاسو په هيڅ نۀ پوهېږئ،


بيا اناس عيسىٰ مشر اِمام کائفس ته تړلے ولېږلو.


هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“


هغوئ د خُدائ کور ته سحر وختى ورننوتل څنګه چې ورته وئيل شوى وُو، او خلقو ته يې تعليم ورکول شروع کړل. کله چې مشر اِمام او د هغۀ ملګرى راورسېدل نو هغوئ د بنى اِسرائيلو د قوم د مشرانو لويه جرګه راوبلله او د رسولانو د راوستلو دپاره يې څوک جيل ته ولېږل.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan