5 په بله ورځ حاکمان، مشران او د شرعې عالمان په يروشلم کښې راجمع شول،
اے يروشلمه، ستا حکمرانان او ستا خلق د سدوم او د عموره په شان دى. چې مالِک خُدائ درته څۀ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسه او چې خُدائ پاک درته څۀ ښودنه کوى نو هغې ته توجو وکړه.
افسوس په هغوئ باندې څوک چې د بېاِنصافۍ منصوبې جوړوى، په هغوئ چې په خپلو کټونو کښې د بدو منصوبو خوبونه ګورى. د سحر په رڼا کښې هغوئ دا پوره کوى ځکه چې د دې کول د دوئ په اختيار کښې دى.
هر کله چې سحر شو نو مشرانو اِمامانو، د شرعې عالمانو او اولسى مشرانو په صلاح دا فېصله وکړه او عيسىٰ يې وتړلو، بيا يې هغه روان کړو، او پيلاطوس ته يې حواله کړو.
يوه ورځ چې عيسىٰ د خُدائ په کور کښې خلقو له تعليم ورکولو او ورته يې زيرے اورولو نو مشران اِمامان، د شرعې عالمان او د قوم مشران ورله راغلل.
چې ورځ شوه نو اولسى مشران، مشران اِمامان او د شرعې عالمان راټول شول او عيسىٰ يې د خپلې جرګې وړاندې پېش کړو.
پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل،
او زمونږ مشرانو اِمامانو او حاکمانو هغه حواله کړو چې د مرګ حُکم پرې وشى او په سولۍ يې کړى.
بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو.
خو يو فريسى وو چې نوم يې ګملىايل وو د شريعت اُستاذ وو او په خلقو کښې ډېر عزتمند وو. هغه په جرګه کښې پاڅېدو او حکم يې وکړو چې دا سړى دې لږې شيبې له بهر کړے شى.
هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.