34 په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو،
عيسىٰ ورته وفرمائيل، ”کۀ تۀ کامِل کېدل غواړې نو لاړ شه، خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ آسمانى خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
بيا عيسىٰ هغۀ ته وکتل، په هغۀ يې مينه راغله او ورته يې فرمائيل چې، ”په تا کښې د يو څيز کمے دے، لاړ شه خپل ټول مال حال خرڅ کړه او خوارانو له يې ورکړه، نو بيا به تۀ د آسمان خزانې ومومې. بيا راځه، او په ما پسې شه.“
خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ.
نو ځکه زۀ تاسو ته وايم چې د دُنيا په مال دولت خپل ځان له دوستان جوړ کړئ نو چې کله مال دولت درنه لاړ شى نو دا خلق به تاسو په ابدى کور کښې قبول کړى.
عيسىٰ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”کله چې ما تاسو بېپېسو، بېبټوې او بېپيزاره تش لاس لېږلى وئ، ولې تاسو د څۀ څيز حاجتمند شوئ؟“ هغوئ جواب ورکړو چې، ”نه.“
او هغوئ خپل مال اسباب خرڅولو او هر چا ته يې د حاجت په مطابق پېسې ورکولې.
او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.
دې وخت تاسو سره زيات څۀ دى دا به د هغوئ ضرورت پوره کړى، او کله چې د هغوئ سره زيات شى، نو هغوئ به ستاسو ضرورت پوره کړى، او دغه شان به تاسو کښې برابرے قائم وى.
ياد ساتئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک څنګه تاسو له په هر کار کښې برکت درکړے دے. کله چې تاسو په دې لوئ بيابان کښې سرګردانه ګرځېدئ نو هغۀ ستاسو خيال ساتلے دے. هغه په دې څلوېښتو کالو کښې ستاسو مل وو او په تاسو باندې د يو څيز کمے هم نۀ دے راغلے.
نو چې تاسو د غېر ايماندارانو سره په ښۀ طريقه سلوک کوئ او د چا هم محتاج نۀ يئ.
نو دغه شان به هغوئ ځان دپاره يوه داسې خزانه رايوځائ کړى چې په راروان وخت کښې به د هغوئ دپاره يو مضبوط بنياد وى او په هغې به هغوئ رښتينے ژوندون تر لاسه کړى.
د خُدائ پلار په وړاندې چې خالص او پاک دين دے يعنې هغه دا چې د يتيمانانو او کونډو په مشکلاتو کښې د هغوئ مدد وکړئ او خپل ځان د دُنيا د ګندګۍ نه وساتئ.