32 ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل.
خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.
زۀ به هغوئ ته د زړۀ او د سوچ يووالے ورکړم چې د خپل ځان د خوشحالۍ او د خپل نسل د آبادۍ او سکون دپاره به زما نه همېشه يريږى.
نور زۀ په دُنيا کښې نۀ پاتې کېږم خو هغوئ په دُنيا کښې دى او زۀ تا ته درروان يم. اے قُدوسه پلاره، د خپل نوم په طاقت د هغوئ حفاظت وکړه څوک چې تا ما له راکړى دى، نو چې هغوئ هم يو موټے شى څنګه چې مونږ دواړه يو يُو.
هغوئ ټول په يوه مخه په دُعا سر وُو او د هغوئ سره ښځې هم وې چې په کښې مريم د عيسىٰ مور او د هغۀ وروڼه هم شامل وُو.
د فسحې اختر نه وروسته د پنځوسمې ورځ لمانځلو دپاره ايمانداران ټول په يو ځائ راجمع شوى وُو،
اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل.
نو مونږ چې ډېر يُو خو په عيسىٰ مسيح کښې يو بدن يُو، او د يو بل سره تړلى يُو.
نو اوس اے وروڼو او خوېندو، عيسىٰ مسيح چې زمونږ مالِک دے، د هغۀ د نوم په وسيله په تاسو زور راوړم چې تاسو ټول يو شئ او په خپل مينځ کښې ډلې مۀ جوړَوئ، بلکې تاسو په يو عقل او پوره په يو خيال او اتفاق شئ.
اے وروڼو او خوېندو زما آخرى خبره دا ده چې، خوشحاله اوسئ، په هر څۀ کښې بالغان شئ، يو بل ته ډاډګيرنه ورکوئ، په امن سره اوسېږئ، نو بيا به د مينې او د سلامتۍ خُدائ پاک تاسو سره وى.
صرف داسې اخلاق کوئ چې ستاسو ژوند دې د مسيح د زيرى په مطابق وى، نو بيا کۀ زۀ راشم او يا رانۀ شم، خو چې ستاسو په حقله دا واورم چې تاسو په يو روح کښې قائم يئ، او د اِنجيل د ايمان دپاره په يو زړۀ ښۀ خوارى کوئ.
غرض دا چې تاسو ټول په يو زړۀ او په همدردۍ اوسېږئ، د ورورولۍ مينه کوئ، نرم زړۀ او حليمان اوسئ.
کۀ څوک څۀ پېغام ورکوى نو داسې وينا دې وکړى لکه څنګه چې د خُدائ پاک کلام دے، کۀ څوک خِدمت کوى نو د هغه طاقت په مطابق دې کوى کوم چې خُدائ پاک ورکړے وى، نو د دې دپاره چې په ټولو خبرو کښې د عيسىٰ مسيح په وسيله د خُدائ پاک جلال ظاهر شى. جلال او بادشاهى تل تر تله هم د هغۀ ده، آمين.