Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 4:3 - Pakistani Yousafzai Pashto

3 هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 4:3
11 Iomraidhean Croise  

هرکله چې عيسىٰ واورېدل چې يحيىٰ ګرفتار شوے دے نو هغه ګليل ته واپس راغلو.


بيا عيسىٰ مشرانو اِمامانو او د خُدائ د کور حفاظت کوونکو آفسرانو او مشرانو ته کوم چې د هغۀ نيولو له راغلى وُو وفرمائيل، ”ولې تاسو ما ډاکو ګڼئ چې تُورو او کوتکو سره زما نيولو له راغلى يئ؟


بيا يې عيسىٰ ګرفتار کړو او د مشر اِمام کور ته يې بوتلو او پطروس ورپسې په څۀ فاصله کښې وروستو روان وو.


نو د سپاهيانو دستې سره د خپل آفسر او يهودى محافظانو او مشرانو عيسىٰ ونيولو او وې تړلو.


هغوئ رسولان ګرفتار کړل او په جيل کښې يې بند کړل.


هغوئ خلق او مشران او د شرعې عالمان راوپارول. هغوئ ستِفانوس ونيولو او جرګې ته يې پېش کړو.


خو ساؤل جماعت تباه کولو. هغه کور په کور ورننوتو او نارينه او زنانه يې نيول او هغوئ يې قېدخانې کښې اچول.


او دا خواست يې ورته وکړو چې د دمشق د عبادتخانو په نوم اجازت نامه ورکړى کۀ هغه څۀ داسې ښځې يا سړى پېدا کړى چې د دې لارې منونکى وى نو هغه به يې يروشلم ته لاس تړلې راولى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan