25 دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بېفائدې سازشونه کوى؟
خو مالِک خُدائ فرمائى چې، د هغوئ منصوبه به ناکامه شى. او دا به نۀ کيږى.
تاسو ځان سره داسې سوچ مۀ کوئ چې ګنې تاسو د اِبراهيم اولاد يئ، ځکه چې زۀ درته دا وايم چې خُدائ پاک د دې کاڼو نه هم د اِبراهيم دپاره اولاد پېدا کولے شى.
او وې وئيل، ”دوستانو، هغه پېشګويانې چې په صحيفو کښې ليکلى دى ضرور به پوره شى کومې چې د داؤد په خولۀ روحُ القُدس د يهوداه په حقله کړې وې چې هغه به د عيسىٰ د ګرفتارونکو دپاره مُخبر شى.
خو داؤد پېغمبر وو او هغۀ ته پته وه چې خُدائ پاک هغۀ سره وعده او قسم کړے دے چې د هغۀ د اولاد نه به هغه يو کس د هغۀ په تخت کښېنوى.