23 کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.
هر څوک چې تا نه يريږى زۀ د هغوئ ټولو ملګرے يم، او د هغوئ ټولو هم څوک چې ستا په شريعت عمل کوى.
په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان، په دوئ کښې زما خوشحالى ده.
تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم، چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم، او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل، نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،
څوک چې هوښيارانو سره ګرځى هغه هوښياريږى، خو د کم عقلو دوستانه نقصان ورکوى.
د دې نه وروستو، بيا کوم کسان چې د مالِک خُدائ نه يرېدل يو بل سره يې خبرې وکړې، او مالِک خُدائ ورته غوږ شو او هغه يې واورېدلې. د هغۀ په حضور کښې يو يادګارى طومار ليکلے شوے وو د هغوئ د نومونو په حقله څوک چې د مالِک خُدائ نه يرېدل او د هغۀ د نوم عزت يې کولو.
د قېدخانې نه وروستو هغوئ د لِديه کور ته لاړل او هلته د ايماندارانو وروڼو او خوېندو سره مِلاو شول او هغوئ ته يې ډاډګيرنه ورکړه او بيا ترې رُخصت شول.
نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.
کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ په جمع په اوچت آواز خُدائ پاک ته دُعا وکړه او وئ وئيل، ”اے مالِکه، د زمکې آسمان او سمندر او هر څۀ چې په دې کښې دى د هغې خالقه،