22 نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.
نو سمدستى يوه ښځه چې د دولسو کالو راسې يې وينه بهېدله، د شا د طرفه راغله او د هغۀ د چُوغې لمن له يې لاس وروړو
نو يوه ښځه وه چې د اتلسو کالو راسې پيريانو نيولې وه او بېحاله کړې يې وه او ملا يې ورله داسې کږه کړې وه چې هيڅکله نېغه نۀ شوه ودرېدلے.
په دغه خلقو کښې يو سړے وو چې د دوه کم څلوېښتو کالو راسې شل وو.
عيسىٰ چې په لاره تېرېدو نو يو سړے يې وليدو چې پېدائشى ړوند وو.
نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل.
په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.
کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو.
هلته هغۀ اينياس نومې سړے وليدلو چې د اتو کالو راسې په کټ کښې شل پروت وو.