21 په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.
هغه خلق په دې ډېر حېران شول چې چاړاګانو خبرې وکړلې، مات ګوډ خلق روغ شول او ګرځېدل او ړاندۀ بينا شول او ټولو په دې د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک لوئى بيان کړه.
هغوئ غوښتل چې دے ګرفتار کړى خو د خلقو نه يرېدل ځکه چې هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.
خو هغوئ ووئيل چې، ”دا دې د اختر په ورځ نۀ وى، ګنې په خلقو کښې به بلوا جوړه شى.“
او کله چې پيرے يې ترې وشړلو، نو د هغۀ ژبه ګويا شوه. ټول خلق حق حېران شول او وې وئيل چې، ”په بنى اِسرائيلو کښې هيڅکله هم داسې نۀ دى شوى.“
خلق په دې ننداره هيبت واخستل او بنى آدم ته په داسې اختيار ورکولو يې د خُدائ پاک ثنا ووئيله.
د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.
د شرعې عالمانو او مشرانو اِمامانو غوښتل چې هغۀ ته هم په هغه وخت لاس ورواچوى ځکه چې هغوئ ته دا پته ولګېدله چې دا مِثال د هغوئ په خلاف دے خو هغوئ ورسره څۀ ونۀ کړل ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
خو کۀ چرې مونږ ووايو چې د انسانانو د طرف نه وه، نو ټول خلق به مونږ سنګسار کړى ځکه چې هغوئ دا منى چې يحيىٰ نبى وو.“
نو په دې موقع مشرانو اِمامانو او د شرعې عالمانو دا کوشش کولو چې څۀ داسې بهانه ولټوى چې عيسىٰ قتل کړى، ځکه چې هغوئ د خلقو نه يرېدل.
هغوئ ټول سخت حېران شول او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله او يرې واخستل او وې وئيل چې، ”نن مونږ څۀ عجيبه کارونه وليدل.“
خو د دې دپاره چې په خلقو کښې دا خبره نوره خوره نۀ شى، مونږ ته په کار دى چې دې سړو ته خبردارے ورکړو چې نور به په دغه نوم د هيچا سره خبرې نۀ کوى.“
نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.
نو چا هم د هغوئ سره د ګډون کولو جرأت نۀ کولو، اګر چې خلقو د هغوئ ډېر عزت کولو.
په دې د خُدائ د کور آفسر د سپاهيانو سره ورغلو او رسولان يې واپس راوستل. هغوئ زور استعمال نۀ کړو، ځکه هغوئ د دې نه يرېدل چې خلق به دوئ سنګسار کړى.
هغوئ بيا رسولان دننه راوبلل او په کوړو يې ووهل، بيا يې هغوئ ته حُکم ورکړو چې د عيسىٰ په نوم تعليم مۀ ورکوئ، نو په دې سره يې هغوئ پرېښودل.