16 هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.
کله چې ما د دې په حقله سوچ کولو، نو ناڅاپه يو چېلے چې د سترګو په مينځ کښې يې مضبوط ښکر وو د مشرق طرف نه راغلو، هغه زمکې سره د لګېدو نه بغېر د ټولې دُنيا نه راواوړېدو.
چېلے ډېر زورَور شو، خو د خپل طاقت آخرى حد ته په رسېدلو باندې د هغۀ لوئ ښکر مات شو، او د دې په ځائ څلور اوچت ښکرونه راوختل چې مخ يې د زمکې څلورو خواو ته وو.
هغوئ ورته ووئيل چې مونږ ته چا د څۀ کار نۀ دى وئيلى. هغۀ ورته ووئيل چې ځئ، تاسو هم د نورو مزدورانو سره د انګورو په باغ کښې يو ځائ شئ.
په دغه وخت کښې برابا نومې يو بدنام سړے په قېد کښې وو.
ځکه چې زۀ به په خپله تاسو ته د وينا داسې طاقت او حِکمت درکړم چې ستاسو يو مخالف به هم د دې جوګه نۀ وى چې ستاسو د خبرو مقابله وکړى يا يې دروغ ثابت کړى.
هم دغه وجه وه چې ډېر خلق د هغۀ سره مِلاوېدو له ورغلل، ځکه چې هغوئ اورېدلى وُو چې هم هغۀ دا معجزه کړې ده.
خو هغوئ د هغۀ د حکمت او د روح د طاقتمندو خبرو په وړاندې ټينګ نۀ شول.