14 خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو.
نو چې د دې څيزونو نه اِنکار نۀ شى کېدے، نو تاسو له په کار دى چې خاموشه شئ او په تادۍ کښې څۀ غلطى ونۀ کړئ.
نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.
کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بېعلمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو.
نو هغوئ ورته حُکم ورکړو چې د جرګې نه وځئ او بيا يې په خپل مينځ کښې په دې صلاح مشوره شروع کړه.
هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.
په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.