Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 4:10 - Pakistani Yousafzai Pashto

10 نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 4:10
16 Iomraidhean Croise  

اے بادشاه سلامت، خو کۀ چرې هغه مونږ ستا نه بچ هم نۀ کړى، خو تۀ په دې پوهه شه چې مونږ به نۀ ستا د معبودانو عبادت او نۀ د هغه سرو زرو د مجسمې عبادت وکړُو کومه چې تا ودرولې ده.“


هلته هغه په ناصرت نومې ښار کښې ډېره شو. دا د نبيانو په وسيله د وئيلے شوې هغه پېشګوئې تر سره کول وُو چې، ”هغۀ ته به ناصرى وئيلے شى.“


هغوئ خبر کړو چې، ”عيسىٰ ناصرى په دې لاره تېريږى.“


هم دغسې خُدائ پاک عيسىٰ بيا راژوندے کړو او مونږ ټول د دې حقيقت ګواهان يُو.


نو ځکه دې ټول بنى اِسرائيل په دې پوهه شى چې کوم عيسىٰ چې تاسو په سولۍ کړے وو خُدائ پاک هم هغه مالِک او مسيح کړو.“


پرېږدئ چې تاسو ته پته ولګى چې د خُدائ پاک دا خلاصون غېر‌يهوديانو ته رالېږلے شوے دے او هغوئ به ورته غوږ نيسى.“


خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“


خو د روحُ القُدس په قدرت سره هغه د مړو نه بيا راژوندے شو، په دې وجه هغه د خُدائ پاک زوئ وبللے شو، يعنې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan