9 کله چې ټولو خلقو هغه په تلو او د خُدائ پاک په ثنا وئيلو وليدلو
د هغۀ په دې وينا د هغۀ ټول مخالفين شرمنده شول او خلقو د دۀ په دې عجيبه کارونو کولو ډېره خوشحالى وکړه.
کله چې خلقو د پولوس دا کار وليدو هغوئ په خپله مقامى ژبه کښې ووئيل چې، ”خُدايان د انسانانو په شکل کښې مونږ ته راکوز شوى دى.“
هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.
په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله.