8 هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله.
ګوډ به د هوسۍ په شان ټوپونه وهى، او ګونګيان به د خوشحالۍ سندرې وائى. په صحرا کښې به چشمې راوځى او په بيابان کښې به د اوبو نِهرونه بهيږى،
نو سمدستى هغه بينا شو او په هغۀ پسې روان شو. او د خُدائ پاک ثنا يې وئيله. او ټولو خلقو چې دا ننداره وليده نو د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
نو په هغه ورځ تاسو خوشحالى کوئ او په خوشحالى ټوپونه وهئ ځکه چې په آسمان کښې ستاسو دپاره لوئ اجر دے. هم دغه شان د دوئ پلار نيکونو هم د نبيانو سره دغه شان سلوک کړے وو.
د دې نه پس عيسىٰ هغه د خُدائ په کور کښې وليدو او ورته يې وفرمائيل، ”وګوره، تۀ ښۀ شوے يې. نوره ګناه مۀ کوه، چې د دې نه درته زيات تکليف پېښ نۀ شى.“
نو هغۀ ورته په زوره ووئيل، ”پاڅه او په خپلو پښو ودرېږه.“ نو هغه اېک دم پاڅېدو او روان شو.
بيا هغه پيريانو نيولى سړى په هغوئ ورټوپ کړو او ټول يې رالاندې کړل او داسې يې وټکول چې هغوئ د هغۀ کور نه بربنډ او ژوبل شوى وتښتېدل.
بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو.