7 بيا پطروس هغه د ښى لاس نه ونيولو، او د هغۀ په ودرولو کښې يې مدد وکړو او سمدستى يې په پښو او ګيټو کښې طاقت پېدا شو.
عيسىٰ ورغلو او د هغې لاس يې ونيولو او په پښو يې ودروله او تبه يې لاړه او هغه د هغوئ په خِدمت کولو شروع شوه.
بيا يې هغه د لاسه ونيوله او هغې ته يې وفرمائيل، ”تليتا قومى،“ چې مطلب يې دا دے، ”پاڅه زما بچۍ.“
خو عيسىٰ هغه د لاسه ونيولو او په پښو يې ودرولو او هغه ودرېدو.
او بيا يې خپل لاسونه په هغې کېښودل، نو بيا سمدستى هغه نېغه ودرېده او د خُدائ پاک ثنا يې ووئيله.
خو پطروس ورته ووئيل چې، ”ما سره سرۀ زر يا سپين زر نشته خو څۀ چې ما سره دى هغه زۀ تا له درکوم. د عيسىٰ مسيح ناصرى په نوم پاڅه او وګرځه.“
هغۀ ټوپ کړو او په خپلو پښو ودرېدو او په ګرځېدو شو. نو بيا هغه د هغوئ سره د خُدائ پاک کور ته ورننوتو، هغه په خپله روان وو او ټوپونه يې وهل او د خُدائ ثناء يې وئيله.
هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے.
کۀ چرې نن زمونږ نه د هغه نېک کار تپوسونه کوئ چې د هغه ګوډ سړى سره مو څۀ کړى دى او دا تپوس کوئ چې هغه څنګه روغ شو،
پطروس هغې له لاس ورکړو او هغه يې په پښو ودروله، بيا هغۀ مقدسين او کونډې ښځې راوغوښتې او هغوئ ته يې وښودله چې ژوندۍ ده.