Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 3:24 - Pakistani Yousafzai Pashto

24 حقيقت کښې سموئيل او ټول نبيان چې د هغۀ نه پس راغلل هغوئ هم د دې موجوده حالاتو پېشګوئې وکړه.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 3:24
12 Iomraidhean Croise  

موسىٰ او هارون د هغۀ اِمامان وُو، سموئيل هم د دوئ سره شامل وو چې د مالِک خُدائ نوم به يې يادولو. هغوئ مالِک خُدائ ته سوال وکړو، او هغۀ يې سوال قبول کړو.


بيا مالِک خُدائ ما ته وفرمائيل، ”کۀ چرې موسىٰ او سموئيل هم دلته ودرېدلى وے او ما ته يې د دې خلقو په حقله مِنت زارى کړے وے، نو زما زړۀ به دوئ ته مائل شوے نۀ وو. هغوئ زما د حضور نه وشړه، او پرېږده چې ځى.


بيا عيسىٰ د خپل ځان په حقله هغوئ ته د موسىٰ نه راواخله تر ټولو نبيانو پورې هغه خبرې تشريح کړې کومې چې په صحيفو کښې راغلې وې.


او دا تقريباً په څلور نيمو سوو کالو کښې سر ته ورسېدله. د هغې نه پس هغۀ د سموئيل نبى تر زمانې پورې هغوئ ته قاضيان منتخب کړل.


او دا يې ورته تشريح او ثابت کړل چې مسيح به خامخا تکليفونه زغمى او د مړو نه به بيا ژوندے راپاڅى. او هغۀ ووئيل چې، ”کوم عيسىٰ چې زۀ تاسو ته بيانوم، هم هغه مسيح دے.“


يعنې دا چې مسيح به ضرور سختې وزغمى او هغه به د مړو نه اول بيا راژوندے شى، او په داسې کولو سره به هغه زمونږ خلقو او غېر‌يهوديانو دواړو ته د رڼا اِعلان وکړى.“


نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.


د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.


خو اوس د شريعت نه بغېر د خُدائ پاک صداقت څرګند کړے شوے دے او شريعت او نبيان دواړه د دې تصديق کوى.


په دې دوران کښې سموئيل هلک د مالِک خُدائ خِدمت جارى وساتلو، د لټې يو مقدس پېش بند به يې اغوستو.


په هغه ورځو کښې، کله چې سموئيل هلک د عيلى د لارښودنې لاندې د مالِک خُدائ خِدمت کولو، د مالِک خُدائ وحى نازلېدل کم شوى وُو او د هغۀ پېغام څرګندېدل بلکل کم شوى وُو.


نو د هغه مُلک د يو سر نه تر بل سره پورې، ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې سموئيل په حقيقت کښې د مالِک خُدائ پېغمبر وو.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan