21 د دُنيا د هر څۀ د بيا نوې کېدو وخت پورې هغه به په آسمان کښې پاتې وى څنګه چې خُدائ پاک د ډېر وړاندې نه د مقدسو نبيانو په وسيله وعده کړې ده.
زۀ به تا له هغه شان قاضيان او مشيران درکړم لکه څنګه چې دې پخوا لرل. نو بيا به يروشلم د صادقانو او وفادارو خلقو ښار وبللے شى.“
او لکه چې هغۀ د وړومبو مقدسو نبيانو په خولۀ څو پيړۍ وړاندې وعده کړې وه
هغوئ ووئيل چې، ”اے د ګليل خلقو، تاسو دلته ولې ولاړ يئ او بره آسمان ته ګورئ؟ دغه عيسىٰ څوک چې ستاسو نه آسمان ته بوتلے شو، هغه به هم په دې طريقه واپس راشى څنګه چې تاسو هغه آسمان ته په تلو وليدو.“
د هغۀ په حقله ټولو نبيانو دا ګواهى ورکړې ده چې څوک هم په هغۀ ايمان ساتى نو د هغۀ د نوم په وسيله به يې ګناهونو معاف شى.“
نو توبه وکړئ او خُدائ پاک ته راوګرځئ چې ګناهونه مو معاف شى.
نو د مالِک د حضور نه به په تاسو د سکون وخت راشى او هغه به تاسو ته بيا عيسىٰ چې مسيح دے درولېږى چې ستاسو دپاره مقرر شوے دے.
چې مخلوقات به په خپله يوه ورځ د فنا کېدو نه آزاد شى او د خُدائ پاک د بچو د جلال په آزادۍ کښې به شامل شى.
په تېره زمانه کښې خُدائ پاک زمونږ پلار نيکۀ ته ډېر ځله په مختلفو طريقو د نبيانو په وسيله خبرې وکړې.
ځکه چې يوه پېشګوئې هم کله د بنى آدم په خپله رضا نۀ ده نازله شوې، بلکې بنى آدمو د روحُ القُدس په وجه د خُدائ پاک د طرف نه خبرې کولې.
زۀ غواړم چې تاسو هغه پېشګويانې رايادې کړئ چې پاکو نبيانو مخکښې کړى دى او د مالِک او خلاصوونکى هغه حُکم ياد ساتئ چې تاسو ته ستاسو د رسولانو په وسيله درکړے شوے دے.
د هغې د اَنجام په ليدو اے آسمانه خوشحالى وکړه، اے مقدسينو، رسولانو او نبيانو، په هغې خوشحالۍ وکړئ، ځکه چې خُدائ پاک ستاسو د انتقام اخستو په وجه په هغې د عدالت فېصله وکړه.“
بيا فرښتې ما ته ووئيل چې، ”دا خبرې د اِعتبار لائقې او رښتيا دى. مالِک خُدائ پاک چې خپلو نبيانو ته د نبوت الهام ورکوى، هغۀ خپله فرښته راولېږله چې خپلو خادِمانو ته هغه څۀ وښائى چې زر کېدونکى دى.“