2 نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل.
او يو عاجز سړے چې نوم يې لعزر وو او په وجود يې ډيرې دانې راختلې وې، د هغۀ په دروازه کښې پروت وو.
کله چې عيسىٰ يريحو ته نزدې شو نو يو ړوند سړے د لارې په غاړه ناست وو او خير يې غوښتو.
بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“
هغۀ ما ته ووئيل، اے کورنيليوسه. ستا دُعاګانې او خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
نو کورنيليوس په يرې سره هغې ته کتل او تپوس يې ترې وکړو چې، ”صاحبه، څۀ چل دے؟“ فرښتې جواب ورکړو چې، ”ستا دُعاګانې او غريبانانو ته خېراتونه خُدائ پاک قبول کړى دى.
په لستره کښې يو شل سړے وو چې پېدائشى ګوډ وو او هيچرې نۀ وو ګرځېدلے.
او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.
نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.