11 هغه وخت چې هغه خير مار پطروس او يوحنا کلک نيولى وُو نو ټول خلق په حېرانتيا او په منډه هغه ځائ ته راغلل چې ورته د سليمان ډيوډۍ وائى.
تۀ ولې د مالِک خُدائ په کور کښې د هغۀ په نوم پېغام ورکوې چې دا کور به لکه د سيلا په شان شى او دا ښار به په صحرا او کنډرو بدل شى؟“ نو د مالِک خُدائ په کور کښې ټول خلق د يرمياه نه راتاو شول.
نو عيسىٰ بيا پطروس او يوحنا د دې هداياتو سره ولېږل چې، ”لاړ شئ او زمونږ دپاره د فسح خوراک تيار کړئ چې وې خورو.“
د کوم سړى نه چې پيريان پاڅېدلى وُو هغۀ ورته خواست وکړو چې ورسره ملګرے شى. خو عيسىٰ هغه رُخصت کړو او ورته يې وفرمائيل چې،
او عيسىٰ د خُدائ په کور کښې د سليمان په برانډه کښې ګرځېدو.
کله چې هغوئ دا آواز واورېدلو نو ګڼه راجمع شوه او هغوئ په دې حېران شول ځکه چې هغوئ هر يو په خپله خپله ژبه د هغوئ نه خبرې اورېدلې.
چې کله پطروس دا وليدل نو هغوئ ته يې ووئيل چې، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو په دې ولې حېران شوئ او تاسو ولې مونږ ته ګورئ چې ګنې دا سړے مونږ په خپل طاقت يا په خپلې ديندارۍ د ګرځېدو کړو؟
چې کله هغۀ پطروس او يوحنا د خُدائ کور ته په ننوتو وليدل نو خېرات يې ترې وغوښتو.
نو پطروس او يوحنا هغۀ ته نېغ وکتل او پطروس ورته ووئيل، ”مونږ ته وګوره.“
اوس ډيرې معجزې او عجيبه کارونه د خلقو په مينځ کښې د رسولانو په وسيله وشو. او ټول ايمانداران به د سليمان په ډيوډۍ کښې راغونډېدل.