10 او هغوئ وپېژندلو چې دا خو هغه سړے دے څوک چې به د خُدائ د کور د ښکلې دروازې سره ناست وو او خير به يې غوښتو، نو څۀ چې دۀ سره شوى وُو، هغوئ په دې حق حېران شول.
د هغه ځائ خلقو عيسىٰ وپېژندو او ګېرچاپېره خلق يې خبر کړل او ټول بيماران يې ورله راوستل.
خلق حق حېران شول او يو بل ته يې ووئيل، ”د دې سړى په ژبه کښې څۀ کمال دے؟ هغه پوره په اختيار پيريانو ته حُکم ورکوى او هغوئ راوځى.“
او هغوئ ټول د خُدائ پاک د لويئ او د هغۀ د شان او شوکت يرې واخستل. ټول خلق د دۀ په دې ټولو کارونو حېران شول او عيسىٰ په دې وخت کښې خپلو مريدانو ته وفرمائيل،
ځکه چې پلار د زوئ سره مينه کوى او خپل ټول کارونه ورته څرګندوى. او د دې نه زيات لوئ کارونه به هغه ورته څرګند کړى نو تاسو به ورته حېران شئ.
عيسىٰ جواب ورکړو، ”نۀ دې سړى او نۀ د دۀ مور پلار ګناه کړې ده. بلکې هغه ځکه ړوند پېدا شو چې د خُدائ پاک قُدرت په دۀ کښې څرګند شى.
بيا د هغۀ ګاونډيانو او هغه چا چې دے يې پېژندو چې خير به يې غوښتو، هغوئ ووئيل چې، ”ولې دا هغه سړے نۀ دے چې ناست به وو او خير به يې غوښتو؟“
هغوئ ټول حېران او پرېشانه وُو او يو بل ته يې ووئيل چې، ”د دې څۀ مطلب دے؟“
په سختې حېرانتيا سره هغوئ تپوس وکړو چې، ”دا ټول ګليليان نۀ دى چې خبرې کوى څۀ؟
نو يو سړے چې پېدائشى شل وو هغه د خُدائ د کور هغه دروازې ته راوستے شو چې ورته ښکلې دروازه وائى. هغه به هره ورځ دې دپاره راوستے شو چې د هغه خلقو نه خېرات وغواړى چې د خُدائ کور ته ننوتل.