Biblia Todo Logo
Bìoball air-loidhne

- Sanasan -




اعمال 28:7 - Pakistani Yousafzai Pashto

7 د دغه ځائ په خوا او شا کښې د دغه جزيرې د حاکِم زمکې وې چې نوم يې پوبليوس وو. هغۀ مونږ خپل کور ته بوتلو او درې ورځې يې ډېر په درناوى مېلمانۀ کړو.

Faic an caibideil Dèan lethbhreac




اعمال 28:7
10 Iomraidhean Croise  

هغه د سرګيوس پولوس ګورنر ملګرے وو. ګورنر يو هوښيار سړے وو. هغۀ برنباس او ساؤل راوبلل ځکه چې هغۀ غوښتل چې د خُدائ پاک کلام واورى.


خو چې کله ګليو د اخيه حاکِم شو نو يهوديانو په شريکه په پولوس حمله وکړه او هغه يې عدالت ته پېش کړو.


پولوس له هم د سورلۍ بندوبست وکړئ چې هغه پرې سور شى او هغه صحيح سلامت فِليکس ګورنر ته ورسوى.“


د جزيرې اوسېدونکو مونږ ته خپله ډېره مهربانى وښودله. ځکه چې باران شروع شوے وو او يخنى وه نو مونږ ته يې اور بل کړو او ټولو ته يې تود هرکلے ووئيلو.


هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“


چې کله د پوبليوس پلار د تبې او د دستونو په وجه په کټ بيمار پروت وو، نو پولوس هغۀ له ورغلو، دُعا يې ورته وکړله، خپل لاس يې پرې کېښودو او شفا يې ورکړه.


په کار ده چې هغه په خپلو نېکو کارونو کښې مشهوره وى، خپل بچى يې رالوئ کړى وى، د مسافرو مېلمستيا يې کړې وى، د مقدسينو پښې يې وينځلې وى، د مصيبت ځپلو مدد يې کړے وى او چې خپل ځان يې د هر ښۀ کار کولو دپاره وقف کړے وى.


د مسافرو د مېلمستيا کولو نه بې‌پرواه کېږئ مه، ځکه چې د دې په وجه ځينو خلقو د فرښتو مېلمستيا هم کړې ده خو پوهه شوى نۀ دى.


Lean sinn:

Sanasan


Sanasan