6 هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“
او بيا کومه ډله چې ورنه وړاندې وروستو روانه وه هغوئ ټولو دا چغې وهلې، ”مبارک دې وى د داؤد د زوئ. مبارک دے هغه څوک چې د مالِک خُدائ په نامه راځى. په آسمان کښې دې په هغۀ مبارکى وى.“
پيلاطوس ورته ووئيل چې، ”بيا د عيسىٰ سره څۀ وکړم څوک چې د مسيح په نوم ياديږى؟“ ټولو په يو آواز په چغو ووئيل چې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ.“
او ګڼې چغې وهلې چې، ”دا خو د خُدائ آواز دے، نه چې د انسان.“
د دغه ځائ په خوا او شا کښې د دغه جزيرې د حاکِم زمکې وې چې نوم يې پوبليوس وو. هغۀ مونږ خپل کور ته بوتلو او درې ورځې يې ډېر په درناوى مېلمانۀ کړو.
او لويو او وړو د هغۀ خبرې ډېر په غور اورېدلې او هغوئ وئيل چې، ”دا سړے د خُدائ پاک هغه قُدرت دے چې ورته عظيم قدرت وائى.“