5 خو پولوس مار اور ته وغورزولو او څۀ نقصان ورته ونۀ رسېدلو.
تۀ به په ازمرى او مار باندې پښې ږدې، تۀ به ځوان زمرے او اژدها د پښو لاندې کړې.
کۀ هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، او په کومو بيمارانو چې هغوئ لاس کېږدى، هغوئ به روغ شى.“
ګورئ، ما تاسو له اختيار درکړو چې ماران او لړمان د پښو لاندې کړئ او د دشمن طاقت هم ختموئ او هيڅ څيز به هم تاسو ته نقصان نۀ شى درکولے.
هغوئ دا ګُمان کولو چې هغه به وپړسيږى او سمدستى به مړ شى، خو د ډيرې شيبې د اِنتظار نه پس هغوئ وليدل چې په هغۀ هيڅ اثر ونۀ شو نو هغوئ خپل خيال بدل کړو او وې وئيل چې، ”دا هم يو خُدائ دے.“
خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى.