24 ځينې خو د هغۀ په وينا سره قائل شول خو ځينو په هغۀ باور ونۀ کړو.
خو د ښار خلق په دوو ډلو تقسيم شول، ځينې د يهوديانو په طرف او ځينې د رسولانو سره شول.
نو د هغوئ په مينځ کښې بېاتفاقى راغله کله چې هغۀ يوه خبره وکړه نو هغوئ روان شول. نو د پولوس هغه خبره دا وه چې، ”د يشعياه نبى په وسيله روحُ القُدس ستاسو پلار نيکونو ته ښۀ وئيلى وُو چې،
دا رښتيا خبره چې په دوئ کښې ځينې بېوفا وُو، خو ولې د دوئ بېوفائى به د خُدائ پاک وفادارى ختمه کړى؟